د کونړ جارواکي او امنیتي مسولین وايي، تیره شپه او د جمعې سهار مهال د کونړ په مرکز، مرورې، شیګل، دانګام، ناړۍ، چپه دره او ماڼوګي ولسوالیو وسله والو طالبانو بریدونه کړي؛ چې د مرکز اسعداباد اړوند په کرهاله کې دریو تنو ملکي وګړو ته مرګ زوبله اوښتې ده.
خو د دولتي سرتیرو او د وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلي اړه څه نه دي ویل شوي.
د کونړ امنيې قومندانۍ ویاند شیرولي ازادۍ راډیو ته وویل؛ چې د اسعد اباد د امنیتې پوستو په شمول. وسله والو طالبانو په دانګام، مرورز شیګل، ناړۍ، ماڼوګي او چپې درې په ولسوالیو تیره شپه او د جمعي دورځې سهار بریدونه کړي؛ چې له امله يې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده:
″د اسعداباد اړوند د کرهالي به کلي کې د هاوان یو توغندی لګیدلی، چې له امله يې یوه نجلۍ وژل شوې. په مروره کې د ډزو په نتیجه کې دوه تنه ټپیان شوي دي.″
هغه وايي، دولتي سرتیرو په ټولو امنیتي پوستو او ولسوالیو کې سخت مقاومت کړی او برید کوونکي يې شاتګ ته اړ کړي دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا دعوه کوي، چې په یادو ولسوالیو سخت بریدونه کړي او دولتي سرتیرو ته درنه مرګ ژوبله اړولي ده. خو دولتي مسوولین دغه دعوه نه مني.