ولسمشر کرزي د ارزګان نننۍ چاودنه وغندله

جمهور رئیس حامد کرزي نن په ارزګان کې کې چاودنه په شدت وغندله .

نن سهار د ارزګان د خیرو کاریز د کلي په جومات کې په چاودنه کې د مسجد ملا ووژل شو.

د ولسمشر د مطبوعاتي دفتر اعلامیه وايي، چې په چاودنه کې څلور تنه لومنځ کونکي زخمیان شوي دي.

جمهور ریس حامد کرزي ویلي، چې دا کار د اسلام او افغانانو د دښمنانودی، د روژې په مبارکه میاشت کې داسې کار هېڅ ډول توجیه نه لري.