ايران د ځينو زندانيانو د مړينې له کبله يو چارواکى بېواکه کړ


د ایران سترې محکمې نن په زندان کې د یو شمیر کسانو د مړینې سره په ارتباط ، د دې هیواد د کار وزارت د ټولنیز امنیت د ادارې ریس له دندې لرې کړ.

دا کار تر هغه وروسته وشو ، چې د احمدي نژاد مخالفو محافظه کارو وکیلانو د سعید مرتضوي په ضد عرض وکړ.

جمهور ریس محمود احمدي نژاد تیرکال، سعید مرتضوي د لوې څارنوال له چوکې څخه د ټولنیز امنیت د ادارې ریاست ته لوړ کړ.

مرتضوي د زیات شمیر سیاسي مخالفینو په محاکمه ، د ایراني الاصله کاناډايې عکاسې او ژورنالیستې زهرا کاظمي په شمول د یو شمیر زندانیانو له مړینې، او د اصلاح غوښتونکو د یو شمیر ورځپاڼو له بندیدلو سره په ارتباط کې ګڼل کیږي.