لندن د المپيک لوبو د ناکارول شويو ټکټونو د راغونډولو امر وکړ

په لندن کې د المپيک د مسابقو تنظیمونکی کمیټې نن د هغو ټکټونو د د را غونډولو او بیا خرڅولو اعلان کړی دي ، چې خلکو اخیستی خو نه یې کاروي.

دې کمیټې ویلي، چې ټکټونه د المپيک په سټډیوم کې د خالي چوکیو د ډکولو لپاره له خلکو بیرته راغونډوي او خرڅوي.

د دې کمیټې ویاندې (جکې بروک دویلې) نن وویل ، چې دری زره ټکټونه یې پرون د انټرنټ له لارې لیلام کړل ، چې تر نن سهاره ټول خرڅ شول .

دې زیاته کړې ده ، چې یوازې د بریتانيې استوګن خلک د دې ټکټونو د اخیستلو حق لري.