په شمالي کوريا کې توپانونو ٩٠ تنه مړه کړي دي

په شمالي کوریا کې د وروستیو توپانونو او سیل له امله لږترلږه نوي تنه مړه او تر شپيته زره کسان بې کوره شوي دي.

د شمالي کوریا رسمي خبري اژانس وايي، چې د اونۍ په ترځ کې د خانون توپان خلکو ته ستر مالي او ځاني زیان ورساوه .
د سیل اوبو لږترلږه اولس زره کورونه لاندي کړي او دیرش زره کلیومتره زراعتي ځمکه يې ویجاړه کړې ده .

په شمالي کوریا کې تر وچکالۍ وروسته دا شدید طوپانونه به هلته د خوراکي موادو د قحطۍ ستونزه لا زیاته کړي.

د امریکا متحدو ایالاتو تیره میاشت ویلي وو ، چې په شمالي کوریا کې له دریو څخه دوه یا شپاړس ملیونه وګړي د خوراکي موادو قحطۍ متاثره شوي دي.