افغانستان د المپيک په لومړۍ لوبه کې ماتې وخوړه

اجمل فيض زاده

افغانستان د لندن په اولمپیک کې خپله لومړنۍ سیالي د هنګري په وړاندې بایلوده.

د جوډو افغان ورزشکار اجمل فیض زاده نن له خپل هنګري سیال سره مخامخ شو خو په لومړۍ دقیقه کې د هنګري ورزشکار وتوانید چې فیض زاده مات کړي.

افغانستان د لندن په اولمپیک کې ۶ لوبغاړي لري چې د تکواندو او ځغاستې په برخه کې ګډون کوي.