د بریتانیا ملکې د ۲۰۱۲ کال د المپیک لوبې رسماً پرانیستې

د انګلستان ملکې دوهمې الیزابت په داسې حال کې چې د نړۍ شاوخوا یو میلیارد خلکو د تلویزیون له لارې د لندن د اولمپیک لوبو د مراسمو ننداره کوله، دا لوبې تېره شپه د اولمپیک په سټېډیوم کې پرانستلې.

“زه د لندن د اولمپیکلوبو پیل اعلانوم او د معاصر تاریخ د اولمپیا دېرشمې سیالۍ لمانځو.”

د ملکې له خبرو وروسته د انګلیسي لوبغاړو له خوا د اولمپیک مشال ولګول شو.

له معمول سره سم، د یونان لوبغاړي ستډیوم ته داخل شول او ورپسې د افغانستان د ټیم په ګډون، د شاوخوا دوه سویو هېوادونو لوبغاړي د لوژ له مخې تېر شول او د خپل هېواد بیرغونه یې له ځان سره وړل.

دا لوبې به د آګست میاشتې تر ۱۲ مې پورې دوام وکړې او په ۲۶ سپورتي لوبو کې شاوخوا لس زره او پنځه سوه لوبغاړې به، د سرو زرو د ۳۰۲ میډالونو د تر لاسه کولو لپاره سیالۍ وکړي.


پخواني معلومات:

د بريتانيا ملکې دوهمې اليزابت ، په لندن کې د ٢٠١٢م کال د المپيک لوبې رسماً پرانيستې.

د پرانيستنې تر مراسمو څو دقيقې وروسته د المپيک مشال د بريتانوي ورزشکارانو له خوا بل شو.

په دې مراسمو کې د نړۍ د ١٢٠ هېوادونو مشرانو ګډون درلود.

له ٢٠٤ هېوادونو څخه لس زره او پنځه سوه ورزشکاران په دغو سياليو کې چې د اګست تر ١٢ مې به روانې وي؛ د سرو زرو د ٣٠٢ مډالونو د ترلاسه کولو لپاره په ٢٦ ډوله لوبو کې برخه اخلي.

د بريتانيا ملکې د لندن په ″بَکنګ هم″ ماڼۍ کې ټولو لوبډلو ته د بريا غوښتنه وکړه:

”د المپيک په ټولو ټيمونو کې ځينې ارزښتونه نغښتي چې ورباند وياړلاى شو. د ځوانانو ډلې په بېلابېلو ورزشي ساحو کې د بريا لپاره متعهد شوي.

دوى د خپلو مينه والو او برخوالو له خوا تشويقېږي. د دغو ټولو دلايلو له مخې تاسو او ستاسو هېوادونو ته له برياليتوب څخه ډکې، په زړه پورې او نه هېرېدونکې سيالۍ غواړم.“

د لندن په المپيک لوبو کې شپږ افغان ورزشکاران هم برخه لري.