افغان چارواکو د تاجکستان حکومت ته ډاډ ورکړی دی ، چې په امنیتي برخه کې همکاري ورسره کوي.
د تاجکستان د بدخشان ولایت په غرنیو سیمو کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ د وروستیو نښتو په ترځ کې ګڼ شمیر کسان وژل شوي دي.
د افغانستان د کورنیوچارو وزیر بسم الله محمدي او د ملي امنیت ریس رحمت الله نبیل نن تاجک چارواکو ته ډاډ ورکړ ، چې د دواړو هیوادونو په ګډو پولو کې به د وسله والو د تګ راتګ د مخنیوي لپاره هڅې وکړي.
ښاغلي نبیل په دې اړه وویل : زموږ یو هیات ، چې په هغه کې به د سرحداتو او استخباراتو د ریسانو په شمول لوړ رتبه چارواکي شامل وي، سبا سرحدي سیمو ته ولاړ شی. دوی به زموږ له تاجک وروڼو سره په ګډه وضعیت له نږدې وګوري او پر پلانونو به خبرې وکړي.