د سعودي عربستان امنیتي ځواکونو نن د دې هیواد په ختیځ ولایت کې پر شیعه اعتراض کونکو ډزې کړې دي ، ګڼ شمیر کسان زخمیان شوي دي.
اعتراض کونکو د شیعه زندانیانو ، چې په هغو کې یو پیژندل شوی شیعه مذهبي مشر نمر النمر هم شامل دی ، د خوشي کیدو غوښتنه کوله .
د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي، چې امنیتي ځواکونه له داسې اعتراض کونکو سره مخامخ وو ، چې ټیرونو ته یې اور اچولی وو .
د پيښې په ترځ کې زیات شمیر کسان نیول شوي هم دي.