نن به په لندن کې د المپيک د نړیوالو مسابقو د پيل مراسم تر سره شي.
لږترلږه یو ملیون کسان به دا ۳ ساعته پروګرام پر ټلویزیونو وګوري.
له نننیو مراسمو سره به د المپيک مسابقې، چې درې اوونۍ دوام کوي، په رسمي ډول پيل شي.
د لندن ښاروال بوریس جانسن پرون په لندن کې د چین له (سي سي ټي وي) سره په مرکه کې وویل:
″موږ داسې تیاری نیولی، چې د المپيک د لوبو په تاریخ کې به یې ساری نه وي لیدل شوی. موږ په خپلو کارونو ویاړو خو واضح ده، چې سړی بیا هم قناعت نه شي کولای.
په داسې مواردو کې پر ځان ډاډ نه شي کولای، خو بیا هم فکر کوو، چې په ډير ډير ښه وضعیت کې یو.″
د المپيک په دې نړیوالو مسابقو کې به د ۲۰۴ هیوادونو لس زره ورزشکاران برخه واخلي او د المپيک د ۱۰۰۰ مډالونو د ګټلو لپاره به سیالي وکړي.
پخواني معلومات:
نن لندن په دې ښار کې د سږکال د المپيک د لوبو پيل لمانځي
د نړۍ له دو سوو هيوادونو څخه د زرګونو لوبغاړو په منځ کې سږ کال د المپيک په دې نړيوالو لوبو کې شپږ افغان لوبغاړي هم شرکت کوي.
د لندن په سپورټي لوبغالو کې د دې لوبو د نندارو لپاره تقريباً نهه ميلونه ټيکټونه بازار ته وړاندې شوې دي.
تمه ده، چې په نړۍ کې به ميلونونه خلک د دې لوبو افتتاحي مراسم چې د لندن په وخت نن ماښام اته بجې پيليږي ننداره کړي.
په دې سره به لندن د نړۍ لومړنۍ ښار وي، چې د دريم ځل لپاره د المپيک د دوبي د لوبه کوربه توب کوي.
تر دې مخکې د انګلستان پايتخت لندن په ۱۹۰۸ او ۱۹۴۸م کلونو کې د دې نړيوالو لوبو کوربه وو.
د ازادۍ راډيو د المپيک لوبې په دقت څاري، د لندن د لوبو په اړه د پروخت او دقيقو معلوماتو لپاره له ازادي راډيو سره ملتيا وکړﺉ.