بریتانیه به د المپیک لوبو د امنیت لپاره ۱۲۰۰ اضافي سرتیري وګماري

د بریتانېې حکومت تیره ورخ اعلان وکړ، چې د لندن د المپیک لوبو د امنیت لپاره به یو زر او دوه سوه اضافي سرتیري وګماري.

د المپیک د چارو لپاره د بریتانېې د کابینې وزیر جیرني هنټ وویل، د دغو لوبو پیل ته دوه ورځې پاتې او چارواکي نه غواړي چې هر څه تصادف ته پریږدي.

خو نوموړي ټینګار وکړ، چې د اضافي سرتیرو ګمارل په دې معنې نه ده چې ګواکې دغو لوبو ته کوم ګواښ موجود دی.

څه د پاسه اتلس زره امنیتي پرسونل او سرتیري د لندن د المپیک د نړېوالو لوبو د امنیت لپاره چمتو شوي دي.

ټاکل شوې چې دا لوبې راتلونکې جمعه په رسمي توګه پیل شي.