د ميدان وردګو دولتي چارواکي وايي چې د دغه ولايټ د چک ولسوال اسماعيل وفا نن له يوې چاودنې روغ وتلی دی.
د وردګو د والي وياند شاهد الله شاهد وايي ناپېژاندو وسله والو کسانو ماین د زردالو په يو کرېټ کې ايښی وو او د ده کور ته څېرمه يې ځای پر ځای کړی وو .
شاهد وایی نن ماسپښين چې اسماعيل وفا خپل کور ته روان وو د دريو بجو په شا و خوا کې يې په موټر دغه ماين چاودېددلی دی، دده په خبره په پېښه کې چاته ځاني زيان نه دی اوښتی.