په غور کې د ماين په يوه چاودنه کې ٧ ماشومان ووژل شول

د غور چارواکي وايي چې نن ددې ولایت په تیی وره ولسوالۍ کې د ماین یوې چاودنې اوه ماشومان ووژل.

د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي ازادي راډیو ته وویل، چې ماشومانو په خواجه غار کلي کې د لوبو په وخت کې یوه ځای پرځای شوي ماین ته لاس ور وړی او پرې چاودلی دی.

نوموړي وویل، ماین وسلوالو مخالفینو ایښی و.

د ښاغلي حطیبي په وینا څو ورځې مخکې هم په یاده سیمه کې وسلوالو مخالفینو د پولیسو پر یوې پوستې حمله وکړه، یو پولیس یې وواژه او بل یې ټپي کړ.