د راکټي حملو له کبله د پاکستان سفير د بهرنيو چارو وزارت ته وربلل شوى و

د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال جاوید لودین نن په کابل کي د پاکستان سفیر محمد صادق ور غوښتی وو او د کنړ په یوشمیر سیمو باندې د راکټي بریدونو په اړه یې انديښنه ورته څرګنده کړه .

د حکومت اعلامیه وايي، چې په کنړ کې د وروستیو حملو په ترځ کې لږترلږه درې سړي او یوه ښځه وژل شوي دي او زیات شمیر ملکي کسان زخمیان شوي دي.