د اسراییل د دفاع وزیر ایهود بارک نن هغه رپوټونه رد کړل، چې وايي په لندن کې د المپیک د نړیوالو لوبو په ترڅ کې د اسراییلیانو پر ضد د حملو له ویرې یې اضافي امنیتي کسان لندن ته لیږلي دي.
دا رپوټ نن د سنډې ټایمز له خوا خپور شوی و.
د سنډې ټایمز په حواله، په بلغاریا کې د اسراییلي سیلانیانو پر موټر وروستۍ چاودنه به ښايي په لندن کې د يوې پراخې حملې مقدمه وي نو د اسراییل حکومت د اروپا بیلابیلو سیمو ته خپل استخباراتي مامورین استولي دي.
خو ایهود بارک نن په تل ابیب کې خبریالانوته وویل:
“په دې کې شک نشته ، چې د المپیک د مسابقو په درشل کې استخباراتي او عملیاتي اقدامات زیات شوي دي. د بریتانیې امنیتي ځواکونه ، ډیر پیاوړي دي، په پوره قوت فعالیت کوي ، د المپيک د مسابقو په جریان کې د حملو د ګواښ د محدودولو لپاره د ټولې نړۍ استخباراتي ادارې همکاري ورسره کوي”
ایهود بارک وویل، سره له دې ، چې دقیق معلومات نشته خو د المپيک لوبې د حملو لپاره غوره هدف ګڼل کیدلای شی.