د بلوچستان په ګوادر سيمه کې د ساحلي ساتندوى ځواک پر يوه کمپ باندې وسلوالو بريد کړى، اووه سرتېري يې وژلي او يو يې ټپي کړى دى. د بريد مسووليت د خپلواکي غوښتونکيو بلوڅو يوه سازمان منلى او د پينځلسو سرتېرو د وژلو ادعا يې کړې ده.
د شنبې په ورځ د بلوچستان د ساحلي ښار ګوادر اړوند په پيشيکان سيمه کې نامالومو موټرسايکل سپرو وسلوالو د ساحلي ساتندوى ځواک پر يوه کمپ باندې د توغنديو او کلاشنکوفونو په وسيله بريد وکړ چې شاوخوا لسو تنو ته يې پکې مرګ ژوبله واړوله. د ګوادر سيمې يو حکومتي چارواکى سهېل الرحمن د پېښې په اړه وايي،:
″دغه خلک په ساده جامو کې وو، په يوه موټر او دوو موټرسايکلونو راغلي وو پينځلس شپاړس تنه وو، چې بريد يې کړى او بيرته د پېښې له ځايه تښتېدلي دي. وژل شوي کسان اکثره د پنجاب اوسېدونکي دي، ټول اووه تنه وژل شوي او يو تن ټپي دى″
خو د ګوادر سيمې يو ځايي خبريال بهرام بلوڅ له رسنيو سره په خبرو کې وويل؛ چې په دې بريد کې اته ساحلي ساتندويان وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي. په پېښه کې ټپي کسان په سمدستي توګه د ګوادر ښار روغتون ته وړل شوي دي چې په هغوى کې هم د ځينو حالت نازک ښوول شوى دى.
د بلوچ ليبرېشن فرنټ په نامه د خپلواکيو غوښتونکيو بلوڅو يوه سازمان د دې بريد مسووليت منلى دى. د بشام بلوڅ په نامه يوه تن چې رسنيو ته يې ځان د دې سازمان د وياند په توګه ور پېژندلى ادعا کړې چې په دې بريد کې يې د ساحلي ساتندوى ځواک پينځلس سرتېري وژلي دي.
د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د بلوچستان په ساحلي ښارونو ګوادر، جيوني او پسني کې دې ته ورته د ساحلي ستندوى ځواک پر سرتېرو د خپلواکي غوښتونکيو بلوڅ سازمانونو له خوا بريدونه شوي دي. ملتپالو او وسلوالو بلوڅانو تل د ګوادر بندر له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړى ځکه چې وايي، له بندر څخه د بلوڅانو پر ځاى د پاکستان د پنجاب او نورو ايالتونو خلکو ته ګټه رسېږي.
بارکوال مياخېل- کوټه