بنکي مون: د سوريې حکومت د ملکيانو په ساتنه کې په ښکاره ناکامه شوى

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کیمون نن وویل، د سوریې چارواکي د ملکیانو د ساتنې په کار کي په ښکاره ناکامه دي او پر نړیوالې ټولنې یي غږ وکړ چي د سوریې د شخړې د بندولو لپاره دي عمل وکړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي، بالکان ته د یوې اوونۍ سفر په لړ کي نن د کروشیا په برییوني ټاپو کي د خبرو پر مهال وویل، د سوریې حکومت باید په هیواد کي وژنې او د خلکو پر ضد د درندو وسلو استعمال بند کړي .

بان کیمون دغه راز د سوریې په مشرۍ د سیاسي انتقال او ډيالوګ لپاره د چټک حرکت غږ وکړ او زیاته یي کړه چي د ملګروملتونو امنیت شوری به د یوې متحدې لارې د رامنځ کیدو لپاره خپلې هلې ځلې دوه برابره کړي.

ده وویل، د سوریې د حالاتو دارزونې لپاره به د ملګرو ملتونو د سولې ساتنې د عملیاتو مرستیال هاروي لادسوس سېمې ته واستوي.