د نړۍ ځینو هېوادونو له خپلو هغو ورزشکارانو سره چې د لندن د 2012 کال د المپیک په لوبو کې ګډون کوي؛ ژمنه کړې ده، چې د سرو او سپینو زرو یا حتی د زېړو د مډالونو د ګټلو په صورت کې به میلیونونه نقدې پیسې؛ نوي موټر او یا نوی کورونه ترلاسه کړي.
له 1992 کال راهیسې چې د المپیک په لوبو کې د اماتور یا شوقي لوبغاړي په توګه ګډون له مینځه ولاړ ورزشکارانو ته اجازه ورکړل شوه چې د مډالونو ګټلو په صورت کې د خپلو هېوادو له حکومتونو یا د المپیک له ملي کمیټو او خصوصي موسسو څخه نقدې جایزې ترلاسه کړي.
د همدې پرېکړې له مخې د ګرجستان ورزشکارانو ته ویل شوي، چې که د لندن د المپیک په لوبو کې د طلا مډال وګټي، په هېواد کې دننه به د نقدو دولس لکه ډالرو جایزه ترلاسه کړي.
په ځینو نورو هېوادونو کې له لوبغاړو سره ژمنه شوې ده، چې که یې په دې لوبو کې د سروزرو مډال وګاټه نو موټر یا د یوه نوي اپارتمان کلۍ به ترلاسه کړي.
د هغو پیسو اندازه چې دې لوبغاړو ته ورکول کېږي، په هرهېواد کې توپیر لري. آذربایجان د سروزرو د مډال ګټونکي ته پنځه لکه او لس زره ډالر او قزاقستان دوه نیم لکه ډالر ورکوي.
د روسیې حکومت د سروزرو د هر مډال ګټونکي ته یولک او پنځه ویشت زره ډالر ورکوي؛ خو د روسیې په فدراسیون کې د چلیابینسک سیمه ایز حکومت ویلي، چې د سروزرو د مډال ګټونکي ته به د نقدو یومیلیون ډالرو جایزه ورکړي.
په لویدیځ کې، د مثال په ډول په متحدوایالاتو کې د سروزرو د مډال ګټونکي ته پنځه ویشت، د سپینوزرو ته پنځلس او د زېړو مډال ته لس زره ډالره جایزې په پام کې نیول شوې دي.
د ایران حکومت د سروزرو مډال ګټونکي ته د ۸۵ زره ډالرو نقدې جایزې او د دایمي تنخواه ژمنه کړې. په دې هېواد کې ځینو ادارو او خصوصي موسسو بیا د لوبغاړو لپاره د کور، موټر یا اپارتمان په څېر جایزې په پام کې نیولې دي.
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د سروزرو د جایزې ګټونکو لوبغاړو ته درې شپېته زره ډالره په پام کې نیولي دي؛ خو خصوصي بانکونو او نورو موسسو خپلې خپلې جایزې اعلان کړې دي.
د افغانستان د المپیک ملي کمیټې آزادۍ راډیو ته وویل، که کوم افغان لوبغاړی د لندن د المپیک په لوبو کې د سروزرو مډال وګټي؛ نو شل زره، که د سپینوزرو وګټي پنځلس زره او که د زېړو مډال وګټي نو لس زره ډالره جایزه به ورکړل شي.
خو د دې لوبو کوربه هېواد، برتانیا او ځینو نورو هېوادونو تراوسه د المپیک په لوبو کې د مډالونو ګټونکو ورزشکارانو ته د نقدي جایزو د ورکولو فرهنګ نه دی ترویج کړی.