د کونړ چارواکي وايي د پاکستان له لوري د راکټونو ويشتل دوام لري

په کونړ کې سیمه ییز چارواکي د دې ولایت پر سرحدي ولسوالیو د توغندیو د بریدونو د دوام خبر ورکوي.

د کونړ د والي ویاند واصف اله واصفي نن ازادي راډیو ته وویل چې دا توغندي د پاکستان له خوا ویشتل کیږي:

د کونړ د والي د ویاند په وینا د دې توغندیو د بریدونو له امله ګڼ کسان دې ته اړ شوې دي چې خپل کورونه پریږدي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ریاست څو اونۍ مخکې اعلان کړی و، که چیرته د پاکستان له لورې د افغانستان پر سرحدي سیمو د توغندیو بریدونه ونه درول شي موضوع به د ملګرو ملتو امنیت شورا ته وړاندې کړي.