د المپيک نړېواله کمیټه وايي ، چې لږ تر لږه دوې سعودي میرمني به سږکال په لندن کې د المپيک په مسابقو کې برخه واخلي.
د المپيک د کمیټې مشر په وروستیو کې په سویس کې وویل، چې سعودي چارواکو د ښځو د استولو په ارتباط ډیره مهمه پریکړه کړې ده .
دا اول وار دی ، چې دوې سعودي میرمنې ، ساره العطار او وجدان علي سراج عبدالرحیم شهرخاني، په لندن کې د المپيک په مسابقو کې ګډون کوي .
ساره العطار ، به د المپیک په مسابقو کې د (۸۰۰ متر) ځغاستې په لوبه کې ګډون وکړي .
ساره العطار ویلي : زما لپاره د ۲۰۱۲ کال د المپيک په مسابقو کې د ګډون یو مهم اړخ دا دی ، چې لومړنۍ سعودي میرمن یم ، چې د المپیک په لوبو کې به ګډون کوم . دا زما لپاره یو ستر ویاړ دی او زه هیله لرم ، چې دا به د سپورټ لپاره د نورو سعودي میرمنو لپاره هم د تشویق سبب شي .