د افغانستان تکړه ټکوانډو باز، روح الله نیکپا چې څلور کاله پخوا یې د بیجنګ په مسابقو کې هېواد ته لومړی اولمپیک مډال راووړ؛ غواړي د لندن په راتلونکو المپیکو لوبو کې هم خپله کارنامه تکرارکړي.
د روح الله نیکپا کېسه په جنګ ځپلي افغانستان کې یوې خیالي افسانې ته ورته ده. کله چې دی لس کلن هلک و، نو د بروس لي او د کراټې نور فیلمونه یې لیدل او سره له دې چې په افغانستان کې کورنی جنګ روان و؛ دی به له خپل ورور سره د ټکوانډو کلپ ته ورته.
نیکپا د فرانسې خبري آژانس ته ویلی: ″ما په پيل کې له ټکوانډو سره د جنون ترحده مینه درلوده. زما هغه ورځ هم په زړه ده، چې لومړی ځل کلپ ته د تمرین لپاره ورغلم. ما له پیله ښه لوبه کوله. ما تصمیم نیولی و؛ چې زه به ځان د لوبې له ټولو اوچتې سویې ته رسوم.″
نیکپا اوس ۲۵ کلن دی، کله چې د طالبانو واک په کال ۲۰۰۱ نسکور شو نو دی هغه مهال ۱۴ کلن و. نیکپا د تېرو لسو کلونو په افغانستان کې د روانو جنګ جګړو سره سره په خپل هیواد کې تمرین کړی.
هغه د ډیرو ستونزو په ګاللو سره بیاهم وکولای شول؛ چې د بیجنګ لوبو ته ځان وباسي او په دغه مسابقو کې خپل هېواد ته د برونزو مډال راوړي.
د څلورو کلونو په تیریدو دی اوس هم د دغه مډال د ګټلو خاطری په ذهن کې لري او وایي:
″زه ځکه د دغه مډال په ګټلو ډېر خوشاله وم، چې له دې مخکې د افغانستان په تاریخ کې چا د اولمپيک د مسابقو کوم مډال نه و ګټلی. زه دومره خوشاله وم؛ چې هملته په میدان کې مې له ډیرې خوشالۍ وژړل.″
نیکپا وایي، چې دا دومره ارزښتناک مډال دی، چې بیه یې څوک ټاکلی نه شي. زه په دغه مډال سره کولای، شم خپل هیواد ته د سولې په راوستو کې مرسته وکړم.
د نیکپا په وینا، زموږ خلک باید له جنګ او شخړو لاس واخلي او
راتلونکي نسل ته متوجه شي او د سپورټ له لارې زموږ د هېواد نوم اوچت کړي.
د نیکپا دوست او د تمرین ملګری نثار احمد بهاوي هم د لندن په اولمپیکو مسابقو کې د افغانستان دټکوانډو یو بل تکړه لوبغاړی دی؛ چې هیله ده، ښه نتایج به ترلاسه کړي.
دی هم وایي، چې سپورټ په ټولنه کې لوی اجتماعي بدلونونه رامنځ ته کولای شي:
″زه د خپل هیواد او ولس لپاره ټکوانډو کوم نه د دې لپاره چې خپل ځان مشهور کړم. زه غواړم، چې د نړۍ خلک د افغانستان ښه نوم واوري او خپل ولس خوشاله کړم.″
بهاوي په ۲۰۰۷ کال کې د نړۍ د قهرماني په مسابقو کې د سپینو مډال ګټلی؛ خو د بیجنګ په لوبو کې یې کوم مډال ونه ګاټه.
د افغانستان د ټیم ترینر بشیر ترکي هم وایي، چې زموږ په هېواد کې له کلونو راهیسې جنګ جګړې روانې دي. زه غواړم، نړیوالو ته وښیم چې موږ داسې خلک نه یو چې له جنګ سره مینه لرو، موږ سوله غواړو.
ترکې زیاتوي، چې د اولمپیک نشان چې پنځه حلقې دي، څرګندوي، چې نړۍ سره یولاس او متحده ده. نو د ټکوانډو سپورټ کېدای شي، نړیوالو ته څرګنده کړي، چې موږ جنګ نه، سوله غواړو. موږ غواړو له نورو نړیوالو سره یوځای ژوند وکړو.
د نیکپا او بهاوي له برکته ټکوانډو په افغانستان کې ډېر شهرت موندلی.
بهاوي وایي، په افغانستان کې شاوخوا اته دېرش زره کسان په سلګونو کلپونو کې ټکوانډو کوي. د افغانستان نخبه ټکوانډوبازانو ته د میاشې اونیم سوه افغانۍ خرڅ ورکول کېږي او دوی د کابل په غازي سټیډیوم کې روزل کېږي.
نیکپا او بهاوي هیله لري، چې د لندن په مسابقو کې د سرو زرو مډالونه وګټي. نیکپا وایي، چې زه به ترهغې ټکوانډو کوم، ترڅومې چې له وسې پوره وي او چې کله پوره نه وه نو نور ځوانان روزم؛ چې امکان لري، له ما ښه لوبه وکړي او افغانستان ته مډالونه راوړي.