روسي چارواکو ومنله چې له سېلاب ځپلو سره په مرسته کې تېروتنه شوې

د روسیې حکومت اعتراف کړی چې د تورسمندرګي په سیمه کې له سېلاب ځپلو سره د چارواکو د مرستو په څرنګوالي کې غلطي شوې.

دې سېلابونو له 170 زیات کسان ووژل. د روسیې د بېړنیو حالاتو د وزیر ولادیمیر پوچکوف له قوله راپور ورکړل شوی چې دی وايي، د دې وزارت له خوا د سېلاب خبرداری د سیمې هغو اوسېدونکو ته چې دې سېلابونو زیانمن کړي، نه و، رسېدلی.

په روسیه کې د دې سیلابونو د قربانیانو په خاطر نن یو ورځنی ملي ماتم اعلان شوی.

د شنبې په ورځ سختو بارانونو او سېلابونو عمدتاً په کریمسک سیمه کې شاوخوا پنځه زره کورونه لاندې کړل او زرګونه کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړوتل.

د کریمسک اوسېدونکو تېره شپه له برېښنا، ګاز او د څښاک له اوبو پرته تیره کړه. د عامه خدماتو یونیم زر کارکوونکي او ژغورونکي دا مهال په سیمه کې د ژغورنې په عملیاتو بوخت دي.