د مصر د پارلمان مشر سبا ته د پارلمان د غونډې د جوړېدو غوښتنه کړې

د مصرد پارلمان مشر سعدالخطاني سبا سه شنبې د پارلمان د غونډې غوښتنه کړې. دا غوښتنه د مصر د ځواکمنې پوځي شورا له حکم څخه چې د محکمې د حکم پر بنسټ یې د پارلمان ولسي جرګه منحل کړه، سرغړونه بلل کېږي.

د مصر شرق الاوسط رسمي خبري آژانس دا راپور وروسته له هغه ورکوي چې پرون اسلامپال ولسمشر محمدمرسي د پارلمان د غونډې غوښتنه وکړه.

پوځي شورا چې د ۲۰۱۱ کال له فبرورۍ میاشتې راهیسې پر مصر واکمنه ده د پارلمان چې اسلامپالو اکثریت پکې وګاټه د منحلولو لپاره د مصر د اساسي قانون د سترې محکمې د حکم ملاتړ کړی.