د هند يوې الوتکې په پاکستان کې بېړنۍ ناسته وکړه

د هند د هوايي شرکت ایراندیا یوه الوتکه چې نوې ډېلي ته روانه وه په پاکستان کې بېړنۍ ناسته کړې. د راپورونو له مخې له دې پېښې وروسته د هندۍ ایربس 319 الوتکې 122 سپرلۍ او عمله ټول روغ رمټ دي.

ویل کېږي چې د دې بېړنۍ ناستې علت تخنیکي عارضه وه.

پاکستاني چارواکي وايي، دا الوتکه له ابوظبي څخه د هند پلازمېنې ته روانه وه چې د نواب شاه په هوايي ډګر کې بې مهال وېشه ناستې ته اړوته. هندي چارواکي وايي چې تمه ده د هندي کارپوهانو یوه ډله د دې الوتکې د کتنې او ترمیم لپاره نواب شاه ته ولاړه شي.