په سمنګان ولايت کې يوې ټرافيکي پېښې د ملي اردو ٩ سرتېري ووژل

په سمنګان ولایت کې په یوه ترافیکي پیښه کې د ملي اردو نهه تنه سرتیري وژل شوي او یوویشت نور ټپیان دي.

د دغه ولایت د امنیې قومندان خلیل اندرابي ازادي راډیو ته وویل، پیښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې د ملي اردو د سپرلۍ موټر د سمنګان ولایت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې چپه شو.

نوموړي زیاته کړه چې د پیښې علت د موټر چلوونکي بې احتیاطي وه.