د امریکا متحده ایالاتو په کولوراډو ایالت کې لګېدلی اور په پراخېدو دی

د متحده ایالاتو په کولوراډو ایالت کې لګیدلی اور هغه شان مخ په پراخیدو دی.

چارواکو ویلي، د دغې اور لمبې چې په ۷۲ کیلومتر مربع ساحه کې لګیدلی دی، دوه چنده شوي دي.

د لګیدلي اور له امله د کولورادو ایالت له دوهم ستر ښار څخه څه د پاسه ۳۲ زره کسان نورو سیمو ته انتقال کړای شوي دي.

د اور لمبو چې تیز باد هم ورسره دی ګڼشمیر کورونه سوځولي دي.

ټاکل شوې، چې ولسمشر باراک اوباما سبا ته له سیمې څخه کتنه وکړي.