د مصر د انتخاباتو کمیسیون وایي، د جمهوري ریاست لپاره د تېرې اوونۍ دوهم ځلې انتخاباتو نتیجې به د یکشنبې په ورځ اعلان کړې.
د اخوان المسلمین ګوند کاندید محمد مرسي او د حسني مبارک په رژیم کي صدراعظم احمد شفیق، دواړو د بري ادعاوې کړې دي.
ټاکل شوې وه چي د انتخاباتو نتیجې د پنجشنبې په ورځ (د جون په ۲۱ مه) اعلان شوې واى، خو د دواړو کاندیدانو د غوښتنو د څېړنې په مقصد وځنډول شوې.
په عین حال کي په تحریر میدان کي په زرګونو مظاهره کوونکو، د واکمنې پوځي شوری پر ضد مظاهره وکړه. پوځي شوری تېره اوونۍ د مصر پارلمان چي اسلامپالې په کي اکثریت وو، منحل کړ.
واکمنه پوځې شوری چي د وسله والو ځواکونو عالي شوری ده، په ډاګه یي ویلي چي د مظاهره کوونکو غوښتنو ته به تسلیم نشي.