د یونان "نوی ډیموکراسي ګوند" د ایتلافي حکومت د جوړولو خبرې کوي

د یونان محافظه کار ګوند ( نوې ډیموکراسي) په پارلماني انتخاباتو کې له بریالیتوب سره سم، د یوه ایتلافي حکومت د جوړولو لپاره خبرې پیل کړې دی.

دې ګوند ویلي دي، چې له نړیوالو پور ورکونکو سره خبرو او جوړجاړي ته په درناوي به پرمخ ځي.

رپوټونه وايي، چې د دې ګوند له بریالي کیدو سره سم په اروپايي او اسیايي مارکیټونو کې د ایرو نرخ لوړ شو .

د یونان د نوې ډیموکراسي ګوند مشر نن وویل ، چې دا هیواد نور یوه قیقه وخت هم نه شي ضایع کولای .

ده وویل، چې په بیړني ډول د سپما د پلان د عملي کولو لپاره د اروپايي اتحادیې ۱۳۰ ملیاردي پور ته اړتیا ده.

ده وویل، چې د دې ګوند بری په اروپايي اتحادیه کې د پاتې کیدو لپاره د یونانیانو لیوالتیا څرګندوي.

د اروپايي اتحادیې مشر هرمن وان رومپوي ویلي دي، چې له یونان سره مرستې ته تیار دی .

″اوس باید د حل لپاره موجود پروګرام عملي کړو . موږ د یونانیانو د اقتصادي ودې او د کارونو د زیاتولو لپاره پردې پلان حساب کولای شو. موږ دې هدف ته د رسیدو لپاره دیونان له خلکو سره مرستې ته تیار یو . ″

د یونان په پارلماني انتخاباتو کې بل عمده ګوند سریزا ویلي وو، چې د سپما او اصلاحاتو له پلان سره به مخالفت ته دوام ورکوی.