د المپیک نړیوالې کمیټې ویلي دي، چې په لندن کې د سږکال د المپیک د نړیوالو لوبو د سیالیو لپاره په تور بازار کې د ټکټونو د خرڅيدو په اړه تحقیقات کوي.
د بریتانیې چاپ (سنډې ټایمز) پرون په یوه رپوټ کې وویل، چې په زیاتو هیوادونو کې د المپیک د سیمه یزو کمیټو له خوا دا ټکټونه په ډیره لوړه بیه پلورل کیږي.
د المپيک نړیوالې کمیټې وویل، چې په دې اړه یې د لوړ رتبه چارواکو بیړنۍ غونډه را بللې وه.
د سنډې ټایمز پټو خبریالانو په ۴۵ هیوادونو کې لږترلږه ۲۷ چارواکي موندلي دي؛ چې ټکټونه ورته رسیدلي دي او په هر ټکټ یې لس زره ډالره بیه ایښې ده.
د المپيک د نړیوالې کمیټې اعلامیه وايي، چې دا مساله ډيره جدي انګیري او که چیرې د المپیک پره کومه سیمه ییزه کميټه د ټکټونو د پالیسۍ د تخطي ادعا ثابته شي، له شدیدو بندیزونو سره به مخامخ شي.