"پر پاکستان به د بې پيلوټه الوتکو حملې دوام پیدا کړي"

د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا پرون (چهارشنبه) په هند کې وویل، چې پر پاکستان به د بې پيلوټه امریکايي الوتکو حملې دوام پیدا کړي.

پنتیا وویل: دا حملې به تر هغو پورې جاري وي، چې متحد ایالات تروریستانو په وړاندې له ځانه د دفاع اړتیا لري.

د اسوسیتد پرس په حواله، د متحدو ایالاتو د دفاع وزیر دا ادعاوې هم رد کړې، چې وايي د بې پيلوټه الوتکو حملې د پاکستان پر حاکمیت تیری ګڼل کیږي، پنیتا وویل:

"په دې مسله کې د امریکا حاکمیت هم مطرح دی."

د امریکا د دفاع وزیر د واشنګټن او اسلام اباد د اړیکو د ترینګلتیا په اړه ووی:

"دا هغه پيچلې مسله ده، چې کله مایوسونکې او کله هم ستونزمن حالت ته رسیږي. "

خو د پنیتا په وینا، متحد ایالات له دې اړیکو ځان نه شي لرې کولای نو د ښه کولو لپاره يې باید هڅه وکړي.

د امریکا د دفاع وزیر هند ته د دوه ورځني سفر په ترڅ کې، پرون د هند د دفاعي مطالعاتو په انستیتوت کې دا خبرې کړې دي.

دې لوړ رتبه امریکايي چارواکې د هند او پاکستان ترمنځ د اړیکو د پراختیا او د همکاري پر زیاتیدو ټينګار وکړ، د امریکا د دفاع وزیر وویل:

"له پاکستان سره روابط د امریکا او هند لپاره پيچلي دي، خو دواړه هېوادونه باید له پاکستان سره د اړیکو د ښه کیدو لپاره هڅه وکړي. "

لیون پنیتا د هند د دفاع له وزیر سره د نوي ډیلي او واشنګټن ترمنځ د دفاعي چارو په برخه کې د سوداګرۍ پر پراختیا خبرې کړې دي.

دوي د ګډو پوځي تمرینونو د ترسره کولو پر امکاناتو هم بحث کړی دی.

د اسوشیتد پرس په وینا، په تیره څه باندې یوه لسیزه کې د هند او امریکا ترمنځ د پوځي او دفاعي چارو په برخه کې د سوداګرۍ کچه لوړه شوې ده.

دواړه هېوادونو په کال کې د څه باندې ۸ نیم سوه ملیاردو ډالرو په ارزښت تجارت کوي.