″په افغانستان كې د بلوڅو وسله والو ۳۰ فراري كمپونه فعالیت کوي″

د بلوچستان د ملېشه ځواكونو مشر پرون عبیدالله خان خټک

د بلوچستان د ملېشه ځواكونو مشر پرون ويلي چې هيچاته به له پاكستانه د بلوچستان د بېلولو اجازه ور نه كړل شي. نوموړي ادعا كړې چې د خپلواكي غوښتونكيو سازمانونو ۱۲۱ كمپونو په بلوچستان او ۳۰ په افغانستان كې موجود دي.

د بلوچستان خرابې امنيتي وضعې ته په پام سره د ملېشه ځواكونو ايالتي مشر مېجر جنرال عبيدالله خان خټك د شنبې په ورځ په كوټه كې له خبريالانو سره په خبرو كې وويل چې د هدفي وژنو او بمي چاودنو له امله په نيژدې موده كې تر سل زره زيات كسان له بلوچستانه د پاكستان نورو ايالتونو ته كډه شوي دي.

نوموړي ادعا وكړه چې په دې ايالت كې د شلو هېوادونو استخباراتي ادارې فعالې دي چې وايي تر شا يې په پاكستان كې دننه او دباندې ځينې خلك لاس لري او د مخنيوي لپاره يې د بلوچستان حكومتي او استخباراتي ادارې پر كار بوختې دي.

د ملېشه ځواكونو مشر عبيدالله خان خټك ادعا وكړه چې په بلوچستان كې د خپلواكي غوښتونكيو سازمانونو ۱۲۱ روزنيز كمپونه موجود دي او همدارنګه د افغانستان په جنوبي ولايتونو كې هم دغه سازمانونه ۳۰ كمپونه لري چې وايي له هغه ځايه په بلوچستان كې د ترهګرۍ فعاليتونه تنظيموي:

″هغوى په افغانستان كې هم فعاليتونه تر سره كوي او دغه كمپونه په ډېرو زياتو پيسو تقويه كېږي، په افغانستان كې موجود بهرني ځواكونه هم ترې خبر دي؛ چې هلته د بلوڅانو فراري كمپونه موجود دي خو بيا هم ورباندې سترګې پټوي او د هغوى د فعاليتونو مخنيوى نه كوي.″

مېجر جنرال عبيدالله خان خټك وويل چې ملېشه ځواكونه د پاكستان مركزي امنيتي ځواك دى چې د سرحدونو د خوندي ساتلو او په ايالت كې د امنيت د ټينګښت دنده پر غاړه لري. ده وويل چې په دې وروستيو كې چې د ملېشه ځواكونو سرتېري په نخښه كېږي، تر شا يې بهرني لاسونه دي:

″د ملېشه ځواكونو سرتېري په دې وروستيو څو مياشتو كې ډېر په نخښه كېږي، د دې لپاره چې د وسلوالو په خلاف د دې لښكر ځواك او زور و ځپل شي او په بلوچستان كې چې كومې كورنۍ او بهرنۍ دسيسې پر كار اچول شوي دي، كاميابې كړاى شي.″

د ملېشه ځواكونو مشر د بلوچ ريپبلكن ګوند د جلاوطنه مشر برهمداغ بګټي يوې وروستۍ مركې ته په پام سره- چې ويلي وو موږ له ازادۍ پرته بل هيڅ نه غواړو- وويل چې دا په ښكاره توګه د پاكستان د تجزيه كول دي خو وايي امنيتي ځواكونه به يې د پاكستان په دفاع كې خپل سرونه هم ونه سپموي:

″هغه په ښكاره وايي چې بلوچستان به د پاكستان برخه پاته نه شي او ازاد به يې كړي، خو د چا په ذهن كې بايد دا شك پاته نه شي چې تر څو پورې د دې هېواد او د دې ايالت امنيتي ادارې فعالې وي، هيچاته به د هغوى د شومو مقاصدو د تر سره كېدو اجازه ور نه كړو.″

د ملېشه ځواكونو مشر وويل چې په روان كال كې په بلوچستان كې د هدفي وژنو او بمي چاودنو پينځه سوه پينځوس پېښې ثبت شوې دي چې د اكثرو مسووليت د بلوڅو وسلوالو سازمانونو پر غاړه اخيستى دى، خو وايي چا يې په خلاف هيڅ ګام نه دى پورته كړى.

باركوال مياخېل- كوټه