لومړنۍ فضايي بېړۍ يا سفينې، چې د يوه خصوصي شرکت له لوري په فضا کې نړېوال سټېشن ته لېږل شوې وه، خپل ماموريت په بري سره سرته ورساوه او پرون د کليفورنيا سواحلو ته نژدې پر مځکه کښېناسته.
دې فضايي بېړۍ د ډراګن يا ښامار په نوم نهه ورځني ازمېښتي پرواز وکړ او ۵۴۴ کيلوګرامه وسايل يې په فضا کې نړېوال سټېښن ته يووړل.
د نړېوال سټېشن فضانوردانو د پنجشنبې د ورځې په لومړيو ساعتونو کې دا فضايي بېړۍ د روبوټ په وسيله مدار ته وتوغوله.
د فضايي پلټنو د تخنيک شرکت، چې مرکز يې په کليفورنيا کې دی، يو له دوو خصوصي شرکتونو ځیني دي چې د ناسا يا د امريکا د فضايي تحقيقاتي ادارې له خوا په فضا کې نړېوال سټېښن ته پېټي وړي.