په بريتانيا کې زرګونو کسانو په اعتراض لاس پورې کړ

د برتانیا د حکومت د سپما د اقداماتو په وړاندې د اعتراض لپاره له دېرش زره زیاتو پولیس افسرانو پرون په لندن کې مارش وکړ او د برتانیا د عامه خدماتو سلګونه زره نورو کارکوونکو، په اعتصاب لاس پورې کړ.

پرونۍ ٢٤ ساعته اعتصاب د هغو اعتراضونو په لړ کې وروستی دی چې په 2010 کال کې واک ته د نوي حکومت له رسېدو وروسته پیل شوي دي. د مارش ګډونوالو پولیس افسرانو چې پر دنده حاضر نه وو، داسې تورې پیک لرونکې خولۍ په سر کړې وې چې د سپما د اقداماتو او د دوی پر تنخواګانو او د تقاعد پر امتیازاتو د هغو د ناوړه اغېزو پرضد شعارونه پرې لیکل شوي وو.

دې برتانوي پولیسانو چې د برتانیا د قوانینو له مخې د مظاهرې حق نه لري، خبرداری ورکړ چې د بېسارې سپما پر اقداماتو د حکومت له خوا ټینګار، د عامو خلکو خوندي ژوند له ګواښ سره مخامخ کوي.

د برتانیې د زندانونو پولیسانو هم د اعتراضیه غونډو په جوړولو سره په دې اعتصاب کې ګډون کړی و.