د يمن په جنوب کې د القاعده شبکې اړوند ١٠ کسان وژل شوي دي

د یمن دفاع وزارت وايي چې تېره ورځ د دې هېواد په جنوب کې په هوايي بمبارۍ او توپچي ډزو کې له القاعده شبکې سره تړلي لس تنه وسله وال وژل شوي دي.

د دفاع وزارت چارواکي وايي چې پوځ د انصار الشریعه په نوم د دې خپلسرې افراطي ډلې پر وسله والو د جنوبي ابین Abyan ولایت په مرکز زنجیبار کې برید وکړ، خو د عربي ژبي العربیه ټلویزیون د راپور له مخې د دې وسله والو پنځه تنه د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په برید کې وژل شوي دي.

د یمن ولسمشر عبدالربو منصور هادي چې په تېره فبرورۍ میاشت کې واک ته ورسېد، ژمنه کړې چې له القاعده شبکې سره به مبارزه کوي او دا یې یوه دیني او ملي دنده بللې ده.