په هلمند ولایت کې چارواکي وايي چې په موسی كلا ولسوالۍ كې دوو پرله پسې چاودنو، د يوې كورنۍ اووه غړي او یو پولیس ووژل.
د دغه ولایت د امنيه قوماندانۍ وياند فريد احمد فرهنګ وايي، پېښه پرون هغه مهال وشوه چې د ملكي کسانو یو موټر، د موسی كلا په مسلمانۍ نومې سيمه كې د سړك د غاړې پر ماين وخوت او په نتیجه کې د یوې كورنۍ مشر، څلور مېرمنې او دوه ماشومان ووژل شول.
فرهنګ وايي، وروسته له دې چې پوليس د پېښې له قربانیانو سره د مرستې لپاره سيمې ته ورسېدل د ماين بله چاودنه وشوه چې یو پوليس یې وواژه او یو بل یې سخت ټپي کړ.