د سوريې مخالفو ډلو په دغه هېواد کې شوي پارلماني انتخابات تقلبي او د ډيموکراتيکې پروسې سپکاوى ګڼلي دي.
د دوشنبې د ورځې په انتخاباتو کې د ولسمشر بشارالاسد د رژيم عالي رتبه چارواکو د خلکو د پراخ ګډون دعا کړې، خو د انتخاباتو څارونکو ونه منله.
د سوريې رژيم له ١٤ مياشتو راهيسې د ولسي پاڅون په ځپلو کې ښکېل دى.
په خپلواک ډول د سوريې د امنيتي ځواکونو له خوا د شوي تاوتريخوالي تاييد ګران برېښي. د مخالفانو د سيمه ييزې هماهنګۍ کمېټې په حواله په دې تاوتريخوالي کې د حما ښار مرګونې شخړه هم شامله ده.
دغه کمېټه وايي په شمالي ولايت ادلب کې د توپونو په ډزو دوه کسان وژل شوي دي. عيني شاهدان وايي امنيتي ځواکونو د دغه هېواد په مرکزي برخه کې چې د مخالفانو ملاتړو په کې په انتخاباتو کې له ګډون څخه ډډه کړې وه، پر کليو خونړي بريدونه وکړل.
ملګري ملتونه وايي په دغه هېواد کې تر اوسه تر ٩ زرو زيات کسان وژل شوي دي.