وسلوالو په کوټه کې د جنايي تحقيقاتو د ادارې مرستيال وواژه

پاکستاني چارواکي وايي نن وسلوالو د دغه هېواد په جنوب لوېديځ کې د ټروريزم ضد يو عالي رتبه پوليس افسر په ډزو وژلى دى.

راپورونه وايي شهنواز خان نن سهار د بلوچستان ايالت په مرکز کوټه کې له خپل کور دباندې د نامعلومو وسلوالو په ډزو ووژل شو.

شهنواز د بلوچستان د جنايي تحقيقاتو د ادارې مرستيال و، چې دغه اداره په ټروريزم او فرقوي شخړو پورې اړوندې دوسيې څېړي.

چا د دې وژنې مسووليت نه دى منلى.