په هاګ کې محکمې د ليبريا د پخواني ولسمشر محاکمه پيل کړه

په هاګ کې د جرمونو نړيوالې محکمې د ليبريا د پخواني ولسمشر چارلز تايلور پرخلاف د محکمې استماعيه غونډه پيل کړه.

د ليبريا پخوانى ولسمشر په نويمه ميلادي لسيزه کې د خونړۍ کورنۍ جګړې پرمهال د ياغيانو په مستقيم ملاتړ او تنظيم تورن دى.

په هغه شخړه کې شا و خوا پنځوس زره کسان وژل شوي وو.

پر ده دا تور هم پورې دى چې د الماسو له کانونو يې په غيرقانوني ډول جګړې ته مالي امکانات برابرول.

تايلور پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي دي.