د جاپان او جنوبي کوريا چارواکو د شمالي کوريا له خوا د توغندي د توغولو پر مسئله خبرې وکړې

د جاپان او جنوبي کوريا د بهرنيو چارو وزيرانو نن له خپل چينايي ساري سره د چين په نينګبو ښار کې وکتل او د شمالي کوريا له خوا يې د يوه توغندي د توغولو پر پلان خبرې وکړې.

د چين د بهرنيو چارو وزير ينګ جيچي دغه خبرې په دې ټکي پيل کړې چې چين د کوريا په ټاپووزمه کې د وروستيو پرمختګونو په اړه اندېښنه لري.

د شمالي کوريا دې اعلان چې ويلي يې دي، د ځمکې په مدار کې د يوه سټلايټ د ځاى پر ځاى کولو لپاره يو توغندى توغوي، د جاپان، جنوبي کوريا او امريکا اندېښنې راوپارولې.

امريکا د ارام سمندر په سيمه يا اسيا پسفيک کې پراخ پوځي حضور لري. د توغندي دغه توغول د شمالي کوريا له خوا د بالسټيک ميزاييل يوه ازموينه ګڼل شوې ده.