چين، د ځينو انټرنټي پاڼو د تړلو امر کړى دى

د چين چارواکو د دغه هېواد پر کيڼ اړخو انټرنټ پاڼو امر کړى، چې په يوه مياشت کې دې خپل فعاليت ودروي.

دغه اقدام په چين کې د قدرت پر سر د جګړې په اړه د اوازو د خپرېدو د مخنيوي په هدف شوى دى، په ځانګړې توګه اوس مهال چې دغه هېواد د ځينو عالي رتبه چارواکو بدلولو ته تيارى نيسي.

د اوتوپيا په نامه د کيڼ اړخې انټرنټي پاڼې مسوول وويل، پوليسو ورته امر کړى چې د يوې مياشتې لپاره دې خپله پاڼه وتړي.

دې پاڼې په چين کې د واکمن کمونيست ګوند په اړه ځينې انتقادي ليکنې خپرولې.