د يمن نوي ولسمشر عابد رابو منصور هادي څلور واليان او د پوځ تر لسو زيات جنرالان له دندې ليرې کړل، څو نويو چارواکو ته په اداره کې د کار زمينه برابره شي.
په ليرې کړل شويو کسانو کې د پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح ناسکه ورور جنرال محمد صالح الاحمر چې د هوايي ځواک د جنرال په توګه يې دنده ترسره کوله، دغه راز د پخواني ولسمشر وراره چې د جمهوري رياست د ګارد مشري يې کوله، هم شامل دي.
پخوانى ولسمشر تر دېرشو کلونو زياته موده په يمن کې په قدرت کې و، چې خپل زيات خپلوان يې په دولتي ادارو کې ګمارلي وو.
له تاوتريخوالو د ډکو مظاهرو او اعتراضونو له کبله علي عبدالله صالح تېر کال د قدرت له پرېښودلو سره موافقه وکړه.
د ده پرځاى هادي په فبرورۍ کې د هغو انتخاباتو په نتيجه کې د يمن ولسمشر شو، چې يوازې يو کانديد ورته ولاړ و. په دغه هېواد کې لاريونونه لا هم روان دي او له نوي ولسمشر څخه غواړي چې د صالح خپلوان له حکومت څخه ليرې کړي.