م.م:تمه ده چې په سوریه کې اوربند وشي

د عربي ټولني او د ملګرو ملتونو د استازي کوفي عنان وياند د پنجشنبې په ورځ وويل، چې ملګري ملتونه تمه کوي چې په سوریه کې به د روانې ميلادي مياشتې تر دولسمې نيټې پورې د حکومتي ځواکونو او مخالفو وسلوالو ترمنځ اوربند وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې فعالانو د دمشق په شاوخوا کې پر مخالفانو باندې د حکومتي عسکرو له خوا د سختو حملو راپور ورکړی دی.

په دې اړه د اسوسيتيد پریس خبري اژانس د راپور مهم ټکي فرح هېواد وړاندې کوي.

Your browser doesn’t support HTML5

د سوريي په اړه د فرح هېواد راپور