د امریکا متحد ایالتونه به د هغې نوې طرحې مالي ملاتړ وکړي چې د سوریې د حکومت له لوري د خپلو مخالفانو د خونړۍ ځپنې په لړ کې د بشري حقونو د سرغړونو له مستند کېدو سره مرسته وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، واشنګټن به د سوریې له هغې ادارې سره يو اعشاريه پنځه ويشت مليونه ډالره مرسته وکړي چې د سوري چارواکو د بشري حقونو سرغړونې په مستند ډول ثبتوي.
د دې کار هدف دا دی چې د سرغړونو او زیاتیو د شواهدو دوسیه جوړه شي او د مجرمانو د قانوني تعقیب لپاره اساس وګرځي.
په دې طرحې کې دا هم شامل دي چې د سوریې تحقیق کوونکي او فعالان وروزل شي چې د سرغړونو اسناد ټول کړي.
سوريه له ګڼ مېشتو سيمو ځواکونه باسي:
دا اقدام د سوریې لپاره د کوفي انان د سولې د شپږنکاتي پلان د عملي کېدو لوري ته د سوریې د حکومت لومړنی ګام دی. که انان تایید کړای شي چې سوري ځواکونه له ګڼ نفوسو سیمو وتلي دي، دواړه خواوې به د ۴۸ ساعتونو لپاره اوربند وکړي.
له اوربند سره به د بشري مرستو د رسېدو لار پرانستل شي. په م.م. کې د امریکا د متحدو ایالتونو سفیرې سوزن راييس وویل، واشنګټن غوښتل چې د سوري ځواکونو او درنو وسلو د ایستلو لپاره تر دې مخکې وخت وټاکل شي. دې د سوریې پر حکومت ږغ وکړ چې فوراً ځواکونه ویاسي.
د یکشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلیري کلنټن د سوریې له ولسمشر بشار اسد څخه وغوښتل د انان د وړاندیزونو د تطبیق لپاره وخت وټاکي:
”نن موږ په سوریه کې د وژنو د فوري پای ته رسېدا غوښتنه وکړه او موږ په ګډ خاص استازي کوفي انان ږغ وکړ چې د بل ګام لپاره مهالوېش وټاکي. نړۍ به په دې سترګې پټې نه کړي. اسد باید لېري شي او د سوریې خلک باید خپلې خوښې ته ازاد پرېښوول شي”
خو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف، چې ارمنستان ته په سفر تللی و، وویل چې د سولې پلان به تر هغو نتیجه ورنه کړي چې مخالف جنګیالي هم پر اوربند سلا ونه کړي.
اسد ویلي چې د انان له وړاندیزونو سره موافق دی. خو سره له دې چې دی د پلان د عملي کولو ژمنه کوي، ځواکونه یې د مخالفانو ځپلو ته دوام ورکوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، واشنګټن به د سوریې له هغې ادارې سره يو اعشاريه پنځه ويشت مليونه ډالره مرسته وکړي چې د سوري چارواکو د بشري حقونو سرغړونې په مستند ډول ثبتوي.
د دې کار هدف دا دی چې د سرغړونو او زیاتیو د شواهدو دوسیه جوړه شي او د مجرمانو د قانوني تعقیب لپاره اساس وګرځي.
په دې طرحې کې دا هم شامل دي چې د سوریې تحقیق کوونکي او فعالان وروزل شي چې د سرغړونو اسناد ټول کړي.
سوريه له ګڼ مېشتو سيمو ځواکونه باسي:
کوفي انان
د سوریې لپاره د ملګروملتو خاص استازي کوفي انان د م.م. امنیت شورا ته پرون وویل، سوریې موافقه کړې چې د اپریل تر لسمې پوري د هیواد له ګڼ مېشتو سیمو څخه د پوځیانو اودرنو وسلو ایستل بشپړ کړي.دا اقدام د سوریې لپاره د کوفي انان د سولې د شپږنکاتي پلان د عملي کېدو لوري ته د سوریې د حکومت لومړنی ګام دی. که انان تایید کړای شي چې سوري ځواکونه له ګڼ نفوسو سیمو وتلي دي، دواړه خواوې به د ۴۸ ساعتونو لپاره اوربند وکړي.