د امريکا د مرکزي قوماندې مشر د ازبکستان له ولسمشر سره پر افغانستان خبرې وکړې

د امريکا د مرکزي قوماندې مشر جنرال جيمز ماتيس پرون په تاشکند کې د ازبکستان له ولسمشر اسلام کريموف سره وکتل او د افغانستان پر وضعيت يې ورسره خبرې وکړې.

د ازبکستان د رسنيو د راپور له مخې، دواړو مشرانو دوه اړخيزو ګټو ته په پام سره د پرمختګونو لپاره پر ليدلوري او په سيمه کې د دوه اړخيزو اړيکو پر ټينګښت خبرې وکړې.

په وروستيو کې د ازبکستان او امريکا په اړيکو کې پرمختګونه شوي، ځکه امريکا له افغانستان څخه د خپلو پوځيانو د ايستلو لپاره يوې خوندي لارې ته اړتيا لري.

ماتيس له پاکستان څخه وروسته ازبکستان ته تللى دى. ماتيس او په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان الين په پاکستان کې له پوځي چارواکو سره په کتنه کې د ناټو د اکمالاتي لارو پر بيا پرانيستو خبرې وکړې، پاکستان دغه لارې چې له خاورې يې تېرېږي د ناټو له خوا په تېروتنې د ٢٤ پاکستاني سرتېرو له وژنې وروسته د ناټو پرمخ تړلي دي.