پنځو مخ په وده هېوادونو پرون په نوي ډيلي کې غونډه وکړه

د نړۍ د هغو پنځو هېوادونو مشرانو چې له اقتصادي پلوه یې نوی پرمختګ کړی، پرون په نوې ډېلي کې په خپله غونډه کې هڅه وکړه چې خپل نفوذ په نړیواله کچه زیات کړي.

هند، چین، برازیل، روسیه او جنوبي افریقا چې په برېکس ټولنه کې شامل دي د نړۍ په سلو کې پنځوس نفوس لري او د نړۍ د اقتصادي تولید پنځمه برخه جوړوي.

د بریکس ټولنې مشرانو پرون په نوې ډېلي کې د خپلې سرمشریزې په پای کې په یوه اعلامیه کې توافق وکړ چې خپلو اتباعو ته د پانګې برابرولو په مقصد به یو نوی انکشافي بانک جوړوي.

دوی همداراز توافق وکړ چې په خپلو کې سوداګري او راکړه ورکړه د ډالرو او یورو پرځای په خپلو پولي واحدونو کوي.

په سیاسي ډګر کې د بریکس پنځو غړو د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرداری ورکړ او په سوریه کې یې د کړکېچ د سوله ییز حل غوښتنه وکړه.