د بغداد د سرمشريزې ګډونوالو له سوريې وغوښتل له مخالفانو سره تفاهم وکړي

د عراق په مرکز بغداد کې د عرب لیګ د مشرانو غونډې چې پرون پای ته ورسېده په سوریه کې د حکومت او مخالفینو ترمنځ د تفاهم له لارې د کړکېچ د ختمولو غوښتنه وکړه، خو په هرحال د عربي هېوادونو مشرانو له ولسمشر بشاراسد څخه غوښتنه ونه کړه چې له واکه لیرې شي.

عرب مشرانو وویل چې د سوریې لپاره د ملګروملتونو او عربي ټولنې د ګډ استازي کوفي انان د سولې طرحه باید سمدستي او په بریالیتوب سره عملي شي. په دې پلان کې له ښارونو څخه د ثقیله وسلو اېستل، اړو خلکو ته د بشري مرستو رسول او د سیاسي زندانیانو خلاصون غوښتل شوي او همداراز غوښتنه شوې ده چې خبریالانو ته دې له پېښو څخه د راپور ورکولو اجازه ورکړل شي.

په بغداد کې پرونۍ سرمشریزه د خپل ډول له مخې لومړنۍ ده چې په تېرو دوو لسیزو کې په عراق کې جوړېږي. په غونډه کې د کوېټ د امیر په ګډون د لسو عربي هېوادونو مشرانو ګډون کړی و. په عرب لیګ کې د سوریې غړیتوب د بشاراسد د حکومت له خوا د مخالفینو د ځپلو له وجې ځنډېدلی دی. د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون د عرب لیګ سرمشریزې ته په وینا کې وویل چې ولسمشربشاراسد باید سمدستي اوربند عملي کړي:

”دا ډېره ضروري خبره ده چې ولسمشر بشاراسد باید سمدستي خپلې ژمنې عملي کړي. نړۍ سترګې په لار ده څو دی خپلو تعهداتو ته د عمل جامې ورواغوندي. د دې پلان پلي کول مهم دي، د ضایع کولو لپاره وخت نه شته”

دمشق د بغداد د سرمشریزې له پیلېدو مخکې ویلي وو، چې د کوفي انان د اوربند پلان یې منلی، خو راپورونه وايي چې پوځ اوس هم د یاغیانو تر ولکې لاندې سیمو کې ځپونکو عملیاتو ته دوام ورکوي.