بريتانيا وايي له افغانستان سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي

د بريتانیا دفاع وزیر ژمنه کړې ده چې هېواد به یې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د پوځي ماموریت له پای ته رسېدو وروسته هم خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د جمهوري ریاست له خبرپاڼې سره سم، فلیپ هاموند پرون له افغان ولسمشر حامد کرزي سره په کتنه کې وویل، برتانیا به د ستراتیژیکو همکاریو د تفاهم په چوکاټ کې چې څه وخت مخکې یې له افغانستان سره لاسلیک کړ، خپلې مرستې له ۲۰۱۴ کال وروسته جاري وساتي.

له دې مخکې ښاغلی هاموند له بريتانوي ځواکونو سره د کتنې لپاره هلمند ولایت ته تللی و. ده چې د دې سفر په اړه ولسمشر کرزي ته معلومات ورکول وویل چې په هلمند کې امنیتي حالت ښه شوی دی.

د بريتانیا دفاع وزیر همداراز وویل چې هېواد یې افغان ځواکونو ته د مسوولیتونو د سپارلو د پلان ملاتړ کوي او زیاته یې کړه چې بريتانیا به د افغان ځواکونو د روزنې لپاره د اړتیا وړ مالي ونډې د برابرولو لپاره د نورو هېوادونو ملاتړ هم جلب کړي.