روسیې او پاکستان په افغانستان کې د نشه يي توکو په اړه بحثونه کړي

د روسیې د نشه یي توکو د کنټرول د خدماتو مشر له خپل پاکستاني سیال سره په افغانستان کې د نشه یي توکو په اړه مهم بحثونه کړي.

په دې کتنه کې روسي چارواکي ویکټور ایوانوف او سید شکیل حسن د نشه یي توکو د غیري قانوني قاچاچ په اړه خبرې کړي او د پاکستان د نشه یي توکو د کنټرول رييس ویلي، چې د افغانستان په شمالشرق کې چې له تاجکستان سره ګډه پوله لري د کوکنارو کښت پنځوس په سلو کې زیات شوی دی.

نوموړي همدا راز ویلي په افغانستان کې هغه لابراتوارونه چې هیروین تولیدوي هم دوه برابره زیات شوي دي.