احمدي نژاد د امريکا سياست د افغانستان د ستونزو سرچينه وګڼله

د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد نن په دوشنبه کې د سیمه ییزې همکارۍ کنفرانس ته د وینا په ترڅ کې په افغانستان کې د امریکا سیاستونه د دې هیواد د ټولو ستونزو سرچینه وبلله.

د احمدی نژاد وینا د دې سبب شوه چې امریکایی هیئت سمدستي له کنفرانسه ووځي.

احمدی نژاد وویل، متحده ایالات د تروریزم په وړاندی د جګړی په پلمه د ۲۰۰۱ کال په وروستیو کې افغانستان ته لاړ او اوس له همدی پلمی څخه له ټولی سیمی د کړۍ راتاوولو لپاره کار اخلي.

په دی کنفرانس کې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو مشران او هم د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال رابرټ بلک په مشری یوه امریکایی هیئت ګډون کړی دی.

کله چې احمدی نژاد خپله وینا پیل کړه، د امریکا د هیئت غړي د کنفرانس له تالارڅخه ووتل او کله چې وینا یې پای ته ورسیده، بیرته تالار ته داخل شول.

د سیمه ییزې همکارۍ د دغه کنفرانس هدف د افغانستان په بیارغونه کې سیمه ییزې همکاری ته پراختیا ورکول دي.
دا له ۲۰۰۵ کال راهیسې پنځم ځل دی چې دوشنبه د داډول کنفرانس کوربه دی.