محمود جبرئيل وايي لوېديځ د قذافي تر وژنې وروسته ليبيا هېره کړې ده

د ليبيا پخواني صدراعظم پرون خپله اندېښنه څرګنده کړه چې لوېديځ، تېر کال د ليبيا د پخواني مشر معمر القذافي تر وژل کېدو وروسته دغه هېواد ته شا اړولې ده.

محمود جبرئيل د بلجيم په مرکز بروکسل کې په خپلو خبرو کې په ليبيا کې د سياسي او امنيتي خلا خبردارى ورکړ او ويې ويل، روان وضعيت ته په کتو داسې ښکاري چې ښايي سخت دريځي ځواکونه قدرت ترلاسه کړي.

خو د اروپايي ټولنې د بهرني سياست مشرې کاټرين اشټون وويل د جبرئيل له تبصرې سره موافقه نه ده، جبرئيل تېر اکتوبر مياشت د مخالفانو د ملي انتقالي شورا په مشرۍ د موقت صدراعظم په توګه تر دندې وروسته واک پرېښود.

اشټون وويل د ليبيا لپاره تعهد اوس هم پرخپل ځاى دى او له دغه هېواد سره به پرمختيايي مرستې روانې وي.